امام مهدي ناصر محمد یماني
۵-۱-۱۴۳۱هـ
۲۲-۱۲-۲۰۰۹م
۱:۵۰ د شپې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ



مناجات ته دوام ورکړه، څو تر هغه وخته چې احساس کړې چې الله تعالی درڅخه راضي شوی دی او ته یې بښلی یی..


په نامه د الله تعالی چې رحمن او رحیم دی سلام دې وي پر رالیږل شویو رسولانو، او ټوله ثناء د الله تعالی رب العالمین لپاره ده.

ګرانه وروره چې معرف دی په (الجبال) سلامونه اونیکې هیلې، رحمتونه او برکتونه دې وي پر تا، او ښه راغلاست درته وایم د الله تعالی په دین کې د یوه قدرمن ورور په توګه، مونږ د الله تعالی د مینې په تړاو سره یو ځای شوي یو. که ته له هغو کسانو څخه یې چې الله تعالی سره مینه لري، نو د امام مهدي المنتظر سره دې د الله تعالی په مینه او قرب کې سیالي وکړه، او دا هیله ولره چې ته د الله تعالی په نزد د امام مهدي المنتظر او د ټولو انسانانو نه زیات محبوب واوسې.

که دا هیله دې له زړه نه خالِصه وي، نو دا به ستا د عبادت خلوص ته یو ښکاره دلیل وي، چې یوازې خپل رب ته دې عبادت کړی دی، شریک نه لري. او که وغواړې چې الله تعالی دې خوښ کړي او تا سره مینه ولري، نو د هغو کسانو له ډلې شه چې د الله تعالی د رضا لپاره په ښو چارو کې مخکښ وي د الله تعالی یادونه ډیره کوه، پر هغه څه ټینګ شه چې الله تعالی پرې امر درته کړی وی، او خلکو ته عفوه کوه، تر څو احساس وکړې چې ته خپل رب ډېر زیات خوښ کړی یې.

او کله چې دا مینه دې د زړه نه راپورته شي، نو په يقيني ډول سره پوه شه چې الله تعالی خوښ کړی یی، او ته ستر بری ته رسیدلی یې.

او دالله دپاره زما محبوب وروره ته د حق پلټونکی یې، نه خبیث؛ بلکې که الله تعالی و غواړي نو له پاکو کسانو څخه یې، او کېدای شي له مقربو بندګانو څخه واوسې. نو د خلکو رضا او غضب ته پام مه کوه، بلکې د الله تعالی رضا ته پام وکړه او د هغه مینه وګټه، الله تعالی به دې د خلکو په زړونو کې محبوب کړي، او د الله تعالی له غضب څخه ځان وساته، الله تعالی به دې په زړونو کې هیبت پیداکړي.

او تعامل دې یوازې له هغه واحد ذات سره کوه چې د هغه په شان هیڅ شی نشته، هغه د هر څه نه زیات حق داردی، چې ته ځان ورته وسپاري. او پوه شه چې الله تعالی له خپلو بندګانو څخه حیا کوي، خو له حق نه حیانه کوي.

خو کله چې ته الله تعالی ته مناجات کوې، نو داسې دعا وکړه:

"یا الله! زه له تا بخښنه غواړم او تا ته توبه باسمه. یا الله! زه په دې دنیا کې په خپلو ښو کارونو سره له تا سره هیڅ دلیل نه وایم، ځکه که زه دومره زر هم ولګوم چې غرونه ترې جوړ شي، نو دا زما له نظره هم د ستا په حق کې ډېر لږ او ناچیز دي. زه نه ستا سره په خپلو لګښتونو دلیل وایم، نه په خپلو ښو عملونو، دا خو یواځې د ستا د رحم سبب جوړېږي، او تا خپله ویلي دي چې ستا رحمت ستا په بندګانو باندې دلیل دی، او ته به خامخا خپل وعده پوره کوې، ځکه ته تر ټولو زیات رحم کوونکی یې.

یا الله! تا په قرآن کې دحقیقي مؤمنانو په هکله ویلی دي چې : (او هغه څوک چې خپله غوسه کنټرولوي، او خلک بښي، او الله تعالی نیکو خلکو سره مینه لري). یا الله! ما خپله غوسه زغملې ده، او ستا د رضا لپاره مې ټولو خلکو ته بښنه کړې ده، ځکه یو بنده باید له تا نه زیات سخي نه وي. نو ته هم خپل بنده وبښه، ځکه ته تر ټولو ښه بښونکی یې ماته سمه لاره را وښایه. یا الله! زما زړه د خپل یاد په واسطه پراخ کړه، او هغه څه راته خوښ کړه کوم چې ته یې خپلو بندګانو ته خوښوې، او هغه څه راته ناخوښه کړه کوم چې ته یې بد ګڼې، او ما پر هماغه لار ټینګ وساته کوم چې ته پرې خوښ یې، په خپل رحمت، اې تر ټولو ډېر رحم کوونکو رحم کونکیه خدایه !"


او که دې دا دعا وکړه، خو ستا زړه خشوع ونه کړه او سترګې دې له اوښکو ډکې نه شوې، نو پوه شه چې الله تعالی ته ستا له حاله یو څه خفه والی لری، نو له خپل ځایه مه پورته کیږه تر هغه چې خپل رب دې خوشحال کړی نه وي، او ورته او وایه:

"یا ربه، ستا رضا تر هغو پورې زما غوښتنه ده تر څو چې ته راضي شې، ای زما محبوبه او زما مقصوده ای زما د ګناهونو بښونکیه، او زما د عیبونو پټ ساتونکیه! که ستا دلیل زما پر ضد زما ډېر ګناهونه وي، نو زما دلیل پر تا ستا رحمت دی، چې په هر څه يې احاطه کړي دي. یاالله، نو ما ته بخښنه او پر ما رحم وکړه، ځکه که ته په ما رحم ونه کړې، نو له تا وروسته به څوک پر ما رحم وکړي؟ حال دا چې ته خپله أرحم الراحمين ذات یې!"

بیا مناجات ته دوام ورکړه، تر څو چې دې زړۀ ته خشوع پیدا شي او سترګې دې له اوښکو ډکې شي، او پوه شې چې الله تعالی درڅخه راضي شوی او ستا پخواني ګناهونه یې بښلي دي.

د دې رضاء نښه دا ده چې ته به د ټولو ګناهونو او شهوتونو څخه کرکه پیدا کړې، او د صالحینو مینه به دې زړۀ ته ننوځي او د هغوی عمل ته به لیوالتیا ولرې، دا هماغه هدایت دی چې الله تعالی یې ستا زړۀ ته اچوي، نو د هغه نور چې الله تعالی ستا زړۀ ته اچولی ده ساتنه وکړه او له شاکرینو څخه شه.

او سلام دې وي پر ټولو رسولانو، او ټول ثناء د الله تعالی رب العالمین لپاره ده.
ستاسې ورور، امام مهدي ناصر محمد اليماني
ــــــــــــــــــــــــــــــ


د بیان سرچینه د بشرى اسلامي فورم څخه:
https://www.nasser-alyamani.org/showthread.php?p=6535

======== اقتباس =========

اقتباس المشاركة 6535 من موضوع ردّ الامام على العضو عاصفة ومعرف الجبال ..

- 2 -
الإمام ناصر محمد اليماني
05 - 01 - 1431 هـ
22 - 12 - 2009 مـ
01:50 صباحاً
_______



استمر بالمناجاة حتى تشعر بأنّ الله قد رضيَ عنك وغفر لك ..

بسم الله الرحمن الرحيم، وسلامٌ على المرسَلين، والحمدُ للهِ رَبِّ العالمين ..
أخي الكريم معرف (الجبال)، سلام الله عليكم ورحمته وبركاته، وأهلا وسهلاً بك أخاً كريماً في دين الله تجمعنا رابطة حُبّ الله، فإن كنت من الذين يحبّون الله فنافِسْ المهديّ المنتظَر في حبّ الله وقربه وتَمَنَّ لو أنّك تكون عند الله أحبّ من المهديّ المنتظَر ومن الناس أجمعين، فإذا تمنّيت ذلك من خالص قلبك فهذا برهان الإخلاص في عبادتك لربّك وحده لا شريك له، وإذا شئت أن يُحبّك الله فكن من الذين يسارعون في الخيرات لوجه الله واذكر الله والتزم بما أمرك الله واعفُ عن الناس حتى تشعر أنّك أحببتَ ربّك حبّاً شديداً، فإذا حدث ذلك في قلبك فاعلم علم اليقين أنّ الله قد أحبّك وفزت فوزاً عظيماً.

ويا حبيبي في الله إنّك باحثٌ عن الحقّ ولستَ خبيثاً؛ بل إن شاء الله من الطيّبين وعسى أن تكون من عباد الله المقرّبين فلا تهتم برضوان العباد ولا بغضبهم؛ بل اهتم برضوان الله وحبّه فيجعل لك حبّاً في قلوب عباده، واحذر سخط الله يجعل لك هيبةً في قلوب عباده، وتعامل مع واحدٍ أحد ليس كمثله شيءٌ هو أولى بك من كُلّ شيء، واعلم أنّه أرحم بك من أبيك ومن أمك ومن ولدك ومن الناس أجمعين ووعده الحقّ وهو أرحم الراحمين، واعلم أنّ الله يستحي من عباده إلا أنّه لا يستحي من الحقّ، ولكن حين تُناجي ربّك فقل:

"اللهم إنّي أستغفرك وأتوب إليك، اللهم إنّي لا أحاجِجك بعملي الصالح في هذه الحياة، فلو أنفقتُ جبالاً من ذهبٍ فإنّها في نظري حقيرةٌ في حقّك على عبدك، ولن أحاجّك بالنفقات ولا بالباقيات الصالحات جميعاً إنّما هي سبب لرحمتك، ألا وإنّ رحمتك هي حجّة عبادك عليك ووعدك الحقّ وأنت أرحم الراحمين، اللهم إنّك قلت وقولك الحق: {وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ} صدق الله العظيم [آل عمران:134]، اللهم أنّي كظمتُ غيظي وعفوتُ عن عبادك أجمعين لوجهك الكريم، فلا ينبغي لعبدك أن يكون أكرم منك، اللهم فاعفُ عن عبدك وأنت خير الغافرين واهدني الصراط المستقيم، اللهم واشرح صدري بذكرك وحبِّبْ إليّ ما تحبّه لعبدك وكرِّه إلى نفسي ما تكرهه لعبدك وثبّت عبدك على ما تحبّه وترضاه برحمتك يا أرحم الراحمين".

وإذا دعوتَ ربّك بهذا الدعاء ولم تشعر بقلبك يخشع وعينك تدمع فاعلم إنّ في نفس الله شيء منك فلا تقُم من مجلسك حتى تُرضي ربّك وقل:
"يا رب لك العُتبى حتى ترضى يا حبيبي ومطلوبي، يا غافر ذنوبي ويا ساتر عيوبي، إن كانت حجّتك على عبدك كثرة ذنوبي فإنّ حُجّة عبدك عليك هي أعظم؛ ألا وإنّها رحمتك التي وسعت كُلّ شيء، اللهم فاغفر لي وارحمني برحمتك، فإن لم ترحمني فمن يرحمني بعدك وأنت أرحم الراحمين؟".

ثم استمر بالمناجاة حتى تشعر أنّ الله قد رضيَ عنك وغفر لك ما تقدّم من ذنبك، وعلامة ذلك أن يخشع قلبك وتدمع عينك في خلوتك بربّك، وفي تلك اللحظة سوف تشعر بكرهٍ شديدٍ لكافّة المعاصي والشهوات وتشعر بحبّ الصالحين وعملهم، وذلك هو الهدى من الله قد ألقاه إلى قلبك فحافِظ على النّور الذي ألقاه الله في قلبك وكن من الشاكرين.

وسلامٌ على المرسَلين، والحمدُ للهِ رَبِّ العالمين ..
أخوك الإمام المهديّ ناصر محمد اليماني .
____________

اضغط هنا لقراءة البيان المقتبس..